انصار: ( د تله ۱۳مه)، په لوګر ولایت کې د تازه میوو او سابو د سوداګرو د ستونزو د اوریدو غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان سوداګریزې لارې نه بندوي؛ ځکه، چې افغانستان هم د منځنۍ آسیا لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار تړلی شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پاکستان ته د افغان سوداګریزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې پر شته ستونزو اندېښنه وښوده او څرګندوي؛ پاکستان باید د میوو او سبزیو د حاصلاتو په موسم کې د افغانستان سوداګریزې لارې بندې نکړي؛ ځکه، چې افغانستان هم کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار بنده کړي.
په لوګر ولایت کې د تازه میوو او سابو د سوداګرو د ستونزو د اوریدو غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان سوداګریزې لارې نه بندوي؛ ځکه، چې افغانستان هم د منځنۍ آسیا لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار تړلی شي.
د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا نوې خبره نده؛ خو دا لومړی ځل دی، چې طالب حکومت په ټرانزیټي برخه کې د اسلامآباد د نه همکارۍ په غبرګون کې منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټي لارې د تړلو خبرداری ورکوي.
عباس ستانکزي له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په موسم کې دې سوداګریزې لارې نه بندوي، چې د افغان سوداګرو محصولات د پاکستان خلکو ته ورسیږي؛ ځکه د لارې تړل د دواړو هېوادونو په ګټه ندي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد وايي، هڅه کوي د صادراتو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي؛ ځکه اقتصادي ځان بسیاینه د طالبانو حکومت لومړیتوب دی.
د افغان سوداګرو پر مخ د مېوو او سابو د سوداګریزو لارو تړل، د پاکستان لخوا د ګمرکي تعرفو لوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو نه مراعات د دې لامل شوي، چې د روان کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس سلنه کم شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33749